وینه څه شی ده؟

وینه یو ارتباطی یا منضم نسج دی چی د انسان ژوند ورسره تړلی دی.

وینه د بدن ۷-۸ سلنه وزن تشکیلوی دیوه بالغ او روغ انسان وینه د ۴–۵ لیترو پورې موجوده وي، وینه له دوه مهمو برخو څخه جوړه شوې ده، چی پلازما او حجرات ورته ویل کیږي

۱- پلازما: 

پلازما دوینې مایع برخه ده چی اوبلن زیړ رنګ لری او دوینې ټول حجرات په کې څرخيږی،  پلازما ۵۵% سلنه دوینې برخه جوړه وي، او دپروټینونو، او نورو اړینو موادو لکه الکترولایتونو، هارمونونو، ویټامینونو ، اوبو، انزایمونو او داسې نورو مواد څخه جوړه شوی ده.

پلاز ما ۹۰.۵ سلنه له اوبو څخه او ۸ %سلنه له پروتینونو څخه   او ۲ % سلنه یی بیا له نورو عضوی او غیر عضوی موادو څخه منځ ته راغلې ده،  دپلازما پروتین له البومین، ایمونو ګلبولین او فیبرینوجن څخه عبارت دې، خو له دې پروټینونو څخه البومین لوی او قدرت مند او دلوی خاندان له ډلې څخه شمیرل کیږی، البومین دوینې داسموتیک فشار نورمال او متعادل ساتی، تول هارمونونه ، انزایمونه، ویټامینونه  او داسې نورو موادو دانتقال پروسه پرمخ بیایی  ایمونوګلوبولین یا انټی باډي هم یو بل نوع دپلازما پروټین دي چې  دبدن دمعافیت په برخه کې او دوینې دګروپ دمالومولو لپاره پکار وړل کیږی، فیبرینو جن هم دپلازما  هغه پروټین دي چی دزخم دجوړلو لپاره مهم او اړین دی اول فیبرنوجن  په فیبرین باندی بدلیږی اوبیا دوینې د لخته کولو قدرت پیداکوی، کله چې دبدن کومه برخه زخم شي نو فورا دپلتلیت او دفیبرنوجن د پروټین په کمک سره دزخم  نه دوینې دخون ریزی دمنع کولو کې مهم رول لوبوي.

۲- د وینې جامده برخه یا حجرات:

حجرات دوینې جامده برخه ده چی په داخل دپلازما کې لامبو وهي، په دې برخه کې دری ډوله حجرات شتون لري.

۱- سره کریوات،  ۲سپین کریوات، ۳ ترمبوسایت یا پلاتلیت.

۱- سره کرویات RBC:

سره کریوات یا سرې حجرې دوینې   هغه کریوات دی چی سور رنګ لری  او وظیفه یی دسږو څخه اوکیسجن اخلی او ټولو انساجو ته یی لیږدوی، او بیا بیرته  له انساجو څخه کاربن ډای اکساید را اخلی او سږو ته یی راوړي او سږی یی بیا دتنفس له لاری دباندی اوباسي .

دسرو نارملو حجرو حجم د ۷–۸ مایکرون پورې دی، چې دې حالت ته نارمو سایت هم ویل کیږی، که یی اندازه له دې کوچنی شي نو دې حالت ته میکروسایت ویل کیږی او که یی اندازه له نارمل حجم څخه زیاته شي دې حالت ته ماکروسایت ویل کیږي.

دسرو حجرو شکل مقعر الطرفین دی چی دمابین دواړه طرفونه یی نازک او باریک وی،  هسته نه لری او ۱۲۰ ورځی عمر لري، سری حجرې په یوه ملی لیتر وینه کې د ۴ —- ۵،۵ ملیونه وی چی دغه تعداد یی په نارمل او بالغ انسان کی تثبیت شوی او البته په ماشومانو او زنانه وو کی یو څه توبیر پیداکوی.

د وینې سپین کرویات ( WBC) :

دوينې سپين کرويات هغه حجرې دي چي دهډوکو مغز يا Bonemarrow کې د يوې مورنۍ حجرې ياStem Cell څخه منشا اخلي او له څو ورځو وروسته کله چې دبلوغ مرحله په بن ميرو کې تيره کړي وروسته  دويني دوران ته ننوځي .

سپين کرويات  په  دفاعي برخه کې رغنده رول لوبوي

  داحجري  دوي برخې لري  چي عبارت دي له …….

1- ګرانولوسيت یا Granolocyte

2-اگرانولوسیت را Agranolocyte

گرانولوسیتونه هغه حجرو ته وایی چی دسایتوپلاسم برخه کې يي واړه واړه ګرانولونه يا  وړې وړې دانې  د2- -4هستې هم شتون ولري .

او اګرانولوسيت هغه حجروته وايي چي سايتوپلاسم يې ګرانولونه يا وړې وړې دانې نه لري خو هسته پکې يوه دانه موجوده وي .

ګرانولوسيت حجري عبارت دي له ….

نوتروفيل , ايزونوفيل , بازوفيل

اګرانولوسيت حجرې عبارت دي له …..

لمفوسيت , مونوسيت .

نوتروفيل , ايزونوفيل , بازوفيل، مونوسيت  او دلمفوسيت  کمې حجرې بن ميرو کې جوړيږي او

هملته انکشاف کوي .

دلمفوسيتونو ډيره برخه اوپلازماسل په لمفاوي  نسجونو کي جوړيږي او انکشاف کوي .

نوتروفیل ,ايزونوفيل , بازوفيل  دګرانولوسيت دسلسلې  اخرنۍ او بالغې حجرې دي ,چې په نارمل ډول دوينې جريان کې څرخي او په دوه ډولونو دوينې جريان کې موجوې وي .

1- باند شکل لکه د آس نعلې غوندي وي
2 – سګمنت شکل 5–3 پوري هستې يو په بل نښتې وي

نوتوفيل Neutrophil : 

بالغ نوتروفيلونه 70–60 سلنه د وينې جريان کې وي , 15–12  پورې قطر لري او په 5–3 پوري  هستې  لري خو معمولا دری هستې يو په بل نښتې له ځان سره لري چې ورته سګمنت نوتروفيل وايي.

نابالغ نوتروفيلونه چې کله تازه دوينې جريان ته ولويږي هسته يې دباند شکل غوره کوي ,  دباند ډيروالی

په بدن کې دميکروبونو ډيروالي له امله منځ ته راځي

هغه نوتروفيلونه  چې  5 هستې لري  دهايپر سګمنت را Hyper Sigmented په نامه یادیږي  چی دی ته زاړه  نوتروفيلونه هم وايي.

نوتروفيلونه ډيره کمه موده ژوند لري چې 7—6 ساعتونه د وينې دوران کې تيروي او زياته برخه دعمر يې 5—4  ورځې په نسجونوکې  تيروي , چې دې وخت کې ميکروبونو باندې حمله کوي او له منځه يې وړي .

ازینوفيل Eosinophil :

ازینوفیلونه دنوتروفيلونو په نسبت دوینی دسپینو حجرو کمه  برخه تشکيلوي چې تقريبا 4–2 سلنه دټولو

سپينو حجرو برخه ده , ازيونوفيل تقريبا دنوتروفيل په اندازه دي او هسته يې دوه لوبه لري , ازيونوفيلونه په الرجي ياحساسيتونو ,پرازيتي ناروغيو کې يې تعداد زياتيږي .

ازيونوفيلونه زياتره دهضمي سيستم او رحم په نسجونو کې موندل کيږي.

بازو فيل Basophil :

بازوفیلونه دسپینو حجرو 1 سلنه برخه جوړوي چې چې دا فيصدي ډيره کمه ده حتي دوينې په دوران کې يې پيداکول  ناشونی دي .

د دې حجرې قطر 15—12 پورې دي يوه هسته چې په غير منظم لوبونو باندي ويشل کيږي .

مونوسیت Monocyte :

مونوسیتونه د سپینو حجرو د اگرانولوسیت کروياتو له  ډلې شميرل کيږي او دسپينو حجرو لويې حجري دي چې قطر يې 25– 15 پوري دي او  کله ناکله 40—30پوري رسيږي .

مونوسيتونه ګرد يا بيضوي شکل هسته لري چې

  يې زياتره پوښتورګو ته  ورته دی , مونوسيتونه  ګرانولونه نه  لري او  يا ډير کم ظريف ګرانول که ولري خو هغه هم ډير واړه چې ليدل يې امکان نه لري .

دمونوسيتونو سايتوپلازم آبي او خاکستري رنګ لري

دمونوسيت سايتوپلازم درغجنې پښې لري   مونوسيتونه دسپينو حجره لويه حجره ده او د بيګانه

خوري يا فاګوسيتوز دنده په غاړه لري, مونوسيتونه په دوران کی دیر کم وخت تیروی  له دوران نه دیر زر وځي سمدلاسه نسجونوته مهاجرت کوي او هلته  دماکروفاژ په بڼه څرګنديږي ، میاشتی او کلونه هلته عمر لری .

مونوسیتونه د ديافدز په قدرت د وړو وړو رګونو دمنفذونونه تيريږي او  خپلو نسجونوته ځان رسوي اوهلته بيا دميکربونونو دله منځه وړلو قدرت پيدا کوي .

لمفوسیت Lymphocyte  :

لمفوسيتونه دوينې دسپينو حجرو دمعافيتي  سيستم يو نوع مهم او اړين حجره ده  چې دميکروونو په  له

منځه وړلو کې  مهم رول لوبوي، لمفوسیتونه په دوران کی فقط  څو  ساعتونه تيروي او  په  انساجوکې 300—200ور.ځې ژوندي پاتې وي کيږي.

  لمفوسيتونه د دحجم له لحاظه په وړو او لويو لمفوسيتونو ويشل کيږي او دنوع له لحاظه هم په دوه ډوله دي چي عبارت دي له…

  تي لمفوسيت T_Lymphocyte

او بی لمفوسیت B–Lymphocyte

دیوه  نارمل شخص بدن 1000ميليارده لمفويدي حجري لري.

دبدن وزن 2 % سلنه برخه لمفاوي نسجونه تشکلوي.

لمفوسیتونه معمولا 12—8 مايکرون پوري قطر لری

واړه لمفوسيتونه 6 مايکرون او لوی لمفوسيتونه 15—9 مايکرون  پورې قطر  لري .

۳– ترمبوسایټ یا PLT:

ترمبوسایتونه دوینې وړې ګردې یا بیضوي حجرې دي چی د زخم په وخت کې د دوینې د لخته یا ټیګیدلو سبب کیږی او دخون ریزی مخه نیسي، ترمبوسایتونه په یو ملی لیتر وینه کې د ۱۵۰ ـــ تر ۴۰۰ زرړ پوري رسیږی چی البته دغه یی نارمل حالت دی او که چیری یی تعداد کم شي  نو دې حالت کی کیدای دشي پوزی نه وینه بهیدنه شروع شي او زخم نه هم وینه بنده نه شي ،  وظیفه یی کله چی دبدن کومه عضوه زخم شي نو ترمبوسایتونه فورا لکه پولیس ساحې ته ځان رسوي او یو نوع مواد مواد ترشح کوي چی د ATP او سروتینین او ترمبوپلاستین په نامه یادیږی،  دغه مواد پروترومبین په ترومبین باندی بدلوي او بیا ترومبین دپلازما فیبرونوجن په فیبرین باندی تبدیلوي چی بیا وروسته دغه مواد دحجرو  باندې نښلي او یو مغلق او پیچیده جال جوړوی او د زخم په ځای کې د وینې دلخته کیدلو سبب کیږی او د وینی دخون ریزی مخه نیسي.

د وینې دنورو مطالبو او دهغی دناروغیو په اړه به درته نور مطالب هم په لیکه شي.

Back to top button